د ازادۍ پتنګان ولې د ډیورند دیوال نه ړنګوي ! ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

        له ۱۹۹۲کال راهیسې، کله چې پاکستان او ایران کې جوړشوي اسلامي تنظیمونه د افغانستان د ویجاړۍ او بربادۍ په موخه لکه ملخان د کابل او هیواد پر کلو او کوڅو راوالوځول شول ، پلپسې دا یوه بولاله تکراروي چې د برلین دیوال دوی نړولی ، ختیځ او لوېدیځ جرمنی دوی بېرته یوځای کړی ، ختیځه اروپا دوی خپلواکه کړې ، د وارسا پوځي تړون دوی دړې وړې کړی ، پخوانی شوروي پر ۱۵ جمهوریتونو دوی ویشلی ، په ویتنام کې د امریکا د ماتې غچ دوی له شورویانو اخیستلی ، د نړۍ نقشه دوی پر بل مخ اړولې او د بشریت د ټول تاریخ په کچه په نړۍ کې چې څه ابادې شوي له هغې زیاته د دوی د واکمنۍ ( ۱۹۹۲ ) له برکته د نړیوالو په نصیب شوې .

نږدې ده چې ۱۹۹۲( ۱ ) کال د دوی لخوا ، د ټول تاریخ او بشریت په کچه د تاریخ مبدا وګڼل شي او له دې مخکې ټولې سنې او تاریخونه لغوه او باطل اعلان شي .

 که له دې ښاغلو څخه وپوښتل شی چې که ستاسو دا ټولې ادعاوې ریښتیا وي او له افغانستان څخه   ډېر لري برلین دیوال نړولای شۍ بیا ولې په کور دننه د ډیورنډ دیوال چې د افغانانو پر زړه او ټټر لکه خنجر تېر شوی او یو تاریخي هیواد افغانستان يي په دوه برخو ویشلی ، نه شي نړولای ؟

دا چې د برلین دیوال په نړولو سره د ختیځ او لوېدیځ جرمني ولسونه بېرته یوځایولای شۍ ، بیا ولې د ډیورنډ دیوال په نړولو سره خپل پاشل شوی هیواد لوی افغانستان او په دې کرغېړن دیوال بېل شوی لروبر افغانان بېرته سره نه شۍ یوموټی کولای ؟

که تاسو ختیځ جرمنی او ختیځه اروپا ازادولای شۍ بیاولې د پنجاب ، ایران ، روسیي ، عربو او لوېدیځوالو د مرییتوب لپاره خپله غاړه او سترګې ټيټوۍ !

که ستاسو د جهاد له برکته پاکستان ابادیږي او اسلام ا باد ددې سیمې د ښارونو ناوې ګرځي ، بیا ولې تاسو خپله پلازمېنه کابل په کنډواله بدل کړ ، د دارالامان ماڼۍ چې د افغانستان د خپلواکۍ سمبول دی ولي د وحشت او بربریت په انځور بدله شوه ؟

همداراز که ستاسو د جهاد او د افغانانو د وینو په بیه پاکستان د سیمې په اتومي زبر ځواک بدلیږي نو بیا ولي مو خپله اردو او ملي پوځ له منځه یووړ ؛ ولې مو د خپلې اردو الوتکې ، ټانکونه ، شوبلې او نورې ډول ډول وسلې پاکستان ته وچلولې ؛ ټانکونه او شوبلې مو اره کړې او د عادي اوسپنې په بیه مو په پنجاب وپلورلې ، ایا په اصطلاح ګټلې ازادې د همدې لپاره وه !

څو ورځې مخکې مې د خپلواکۍ د همدغو پتنګانو د یوه ویاند په لیکنه کې چې بېلا بېلو بریښناپاڼو کې خپره شوې وه ، چیری ولوستل « ځکه زمونږ هغه وسایل چي د روسي زبرځواک د عسکرو د تیښتي په وخت کی ز مونږ ولس ته پاته شوي وو هغه د همدی غربي جاسوسي کړیو په لاسو له منځه ولاړل  »

خو نوموړي ته په ځواب کې د لنډي خیبر په نوم کوم افغان لیکلي و « دا جاسوسي کړۍ کومې وي او دا جاسوسان څوک وو ؟ تاسو کولای شئ لږ يي په اړه رڼا واچوئ ! په دې منځ کې ستاسو د اسلامي ګوند دریځ څنګه وو ، ایا تاسو په دې کړیو کې نه راځئ ؟
اول خو هغه وسایل له روسانو نه وو پاتې ، بلکې د هغه مهال د افغان دولت په لاس کې وو او د ملت مال وو . بله دا چې هغه دولت خو دا وسایل تاسو مجاهدینو ته سالم په اختیار کې درکړل ، دا چې تاسو کفایت نه درلود او د ای ایس ای په دستور مو ټول پاکستان ته وچلول ، په اصلیت کې باید دا خبره وشي.
د ننګرهار قول اردو خو اسلامي ګوند ته په ویش کې پاتې شوه ، ددې قول اردو نظامي وسایل تاسو څه کړل ؟  ټانکونه ، شوبلې ، د ترانسپورت ټولې نظامي وسیلې مو پاکستان ته ونه چلولې ؟ توپونه مو اره نکړل ! د ساده اوسپنو په تول مو خرڅ نکړل ؟
د ننګرهار د کانال اوسپنې او وسایل مو پاکستان ته ونه چلول ؟
سعید وروره ، له تا به دا هر څه هیر شوي وي او یا به هڅه کوي چې هیر يي کړي ، مګر د افغانانو دا هر څه په یاد دی او هغه يي نه دي هېر شوي او تاسو يي هم د هېرولو کوښښ مه کوئ .
وروري به کوو ، خو حساب تر منځه ! پخواني حساب غواړو .
او د اینده په اړه به هم خبرې کوو ، افغانستان هغه پخواني افغانستان نه دی او افغانان هم هغه پخواني افغانان نه دي . دا ځل يي هیڅوک او تاسو هم نه شئ تېرایستلای ، بلخوا د ځان تېرایستلو هڅه هم مه کوئ، تاند »

څه ښه يي ویلي دي ، هغه قومونه او ملتونه چې نه يي له نړۍ او نه يي له خپل تېر تاریخ څخه زده کوي ، په وار وار پر ځان ناکامو تجربو ته اړکیږي !

دلته موخه دا نه ده چې جهاد او مجاهدین په مجرده توګه په نښه شي بلکې هڅه دا ده چې د ناکامو او بې ګټو تجربو د تکرار مخه ونیول شي .

هغوی چې له دومره ماتو او رسوایو سره بیا هم په جهاد او مقاومت سوداګري کوي ، افغان ولس ته باید په ډاګه شي . د دین او مذهب سوداګر چې ځانونه يي د پاکو ایتونو او حدیثونو په مشوړه کې پیچلی دی ، رابربنډ شي .

د ازادۍ پتنګانو ته باید وویل شي ، موږ به ستاسو خبره ومنو چې افغانستان تاسو خپلواک کړ او ستاسو په وینا اوس سل په سلو کې خپلواک دی . د برلین دیوال هم تاسو ونړاوه او ختیځ او لوېدیځ جرمنی ستاسو د جهاد په مټ بېرته یوځای شو ، نو چې داسې ده راځۍ اوس په ګډه د ډيورند دیوال هم ړنګ او نسکور کړو او تر اباسین پورې افغاني خاوره له پنجابي ښکېلاکه ازاده کړو !

که ستاسو ځني ملګري مجاهدین د کشمیر د خپلواکۍ لپاره جنګېدلای شي نو بیا ولي دا مجاهدین د پښتونخوا د بشپړې خپلواکۍ لپاره ونه جنګیږي ؟ که تاسو پخوا او اوس هم د چیچنیا د خپلواکۍ لپاره مجاهد سرتیري استولای شۍ ، نو بیا ولې دا سرتیرې په پاکستان دننه د خپلې خاورې او پښتنو د خپلواکۍ لپاره نه هڅوۍ؟

اوس يي وخت راغلی چې بېله هغې هم  ستاسو د ځينو روزنغالي او پټنغالي د ډیورند دیوال څخه پورې غاړه دي . په شمشتو ، وزیرستان او کوټه کې اوس هم ستاسو قرارګاوې فعاله دي ، راځۍ د ټوپکونو او توپونو خوله د پنجاب په لور ورتاوه کړۍ !

داسې میړانه یوازې نن د بلوڅو د خپلواکۍ غورځنګ په مټ شوې « د بي بي سي اردو د راپور له مخې په دي پیښه کي د پاکستان د سرحدي قول اردو د دوو افسرانو په ګډون څوارلس پوځیان وژل شوي ا و پنځلس نور یي ژوبل دي. »

ددې پر ځای چې افغانستان په ګولیو سوری کړۍ ، د افغان اردو سره یوځای خپل تاریخي پنجابی دوښمن په نښه کړۍ !

که مو د ډیورنډ دیوال ړنک کړ او تر اباسینه مخې ته لاړۍ او خپل افغاني بېرغ مو پر اټک ورپاوه ، بیا منو چې ریښتیا د ازادۍ پتنګان یاست !

راځۍ په همدې خبره غور وکړو او په خدای تکل وکړو او ورځو پرې !

تصمیم د بري لومړی شرط دی !

یادونه :

( ۱ ) د ۱۹۹۲ کال په تړاو :

یوه پخوانۍ ولسې خبره ده : کلي کې له یو چا باد لاړل ، سړي د شرم له کبله کلی پريښود او چیری لري لاړ . څو وخت روسته چې سړی نور مسافرۍ کې تنګ شو ، بېرته کلي ته راغی او فکر يي کاوه چې اوس به هغه د باد تللو خبره له ټولو هېره شوې وي . خو کلي کې چې له هر کور او دېرې څخه د خلکو خبرې اوري ، ویل کې چې د فلانې له ... څخه دوه میاشتې مخکې مثلآ زلزله شوې وه . د فلانې له .... پنځه میاشتې روسته فلاني مړ شو او داسې نورې پېښې او نېټې .

سړي فکر وکړ چې د کلي خلکو نه یوازې دا چې د نوموړي باد تلل نه دي هېر کړي ، بلکې د هغه له باد تللو څخه يي جنتري او کلیزهم جوړکړې دی !

د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۱۲ مه


January 14th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات